اسلام آباد ۔ 18 اګست (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر خان جنجوعه وئيلي دي مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هند په زور او ظلم پاكستان سخت تشويش لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ناروے خارجه وزير سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ ناصر جنجوعه ووئيل افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ډېر مهم دے۔ ده د ناروے خارجه وزير د افغان اولس لخوا د پېل كړې شوي امن عمل د لارې افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د پاكستان د پرله پسې هڅو نه خبر ??ړو۔ دې سره سره ناصر جنجوعه خارجه وزير د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ چېلنج مقابلې له د پاكستان ګامونو څخه هم خبر ??ړو۔ په دې مهال لېفټېننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه د آپرېشن ضرب عضب ا?? نېشنل اېکشن پلان د لارې په ترلاسه شوو كاميابيو هم رڼا واچوله۔ د ناروے خارجه وزير سيمه ايز امن او ا??تحكام كښې د پاكستان د كردار اعتراف كولو سره د پاكستان هڅې وستائلې
مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس د هند په زور او ظلم پاكستان سخت تشويش لري
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا