بيجنګ 18 اکتوبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ وئيلي دي “??ېل?? اېنډ روډ” د مرستې منصوبه بندي په حقيقت بدلولو سره د نړيوالې مرستې په اړه ښې مېوې ترلاسه كړي٬ په تېرو لسو كالو كښې د اقتصادي راهدارۍ جوړولو په لړ كښې لويو چېنلز او انفارمېشن هائي وېز ته د اهميت وركولو سره د رېلوے، سترو لارو٬ هوا??ي مېدانونو٬ بندر ځايونو او د پائپ لائن نېټ ورکس د لارې د مختلف هېوادونو ترمېنځه د مصن??عا??، سرمائے، ټيکنالوجي او د عملے په لويه كچه تګ را??ګ ته وده وركړې ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ بېجنګ كښې د نړيوالې مرستې لپاره د درېم ??ېل?? اېنډ روډ فورم پرانستې غونډه ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ شي جن پنګ په دې خبره زور رواړو چې “??ېل?? اېنډ روډ” مشترکه تعمير، پرمختګ او په ګټه اډانه مرستې ته وده وركوي٬ مونږ د نظرياتي محاذ آرائۍ، جغرافيائي سياسي لوبو، د بلاك سياسي محاذ آرائۍ، يو اړخيزه بنديزونو، معاشي جبر او د “ډي کپلنګ” هېڅ كله برخه نه يوو۔ خپلې وېنا كښې شي جن پنګ د “??ېل?? اېنډ روډ” د اعليٰ معيار د مشترکه تعمير ملاتړ لپاره د چين د اته اقداماتو اعلان وكړو۔ په دې كښې ??ېل?? اېنډ روډ د رابطې درې اړخيزه نېټ ورك جوړول٬ د پرانستي نړيوال معيشت ملاتړ٬ عملي مرسته، ماحول دوسته پرمختګ، سائنسي او تکنيکي جدت خپلول، د بېلا ??ېل?? هېوادونو د اولس ترمېنځه روابط ٬ د بدعنوانۍ نه پاكه لاره او د “??ېل?? اېنډ روډ” د نړيوالې مرستې مېكانزم لا ښه كول شامل دي۔ شي جن پنګ ووئېل د كرونا وائرس د نړيوالې وباء خپرېدو نه پس “??ېل?? اېنډ روډ” د ژوند او صحت لاره جوړه شوې ٬ چين بېلا ??ېل?? هېوادونو ته په اربونو ماسك او د واكسين دوه اربه 30 كروړه خوراكونه وركړې دي او د شلو نه زياتو هېوادونو سره په واكسين جوړولو كښې مو مرسته كړې ده چې ورسره د ??ېل?? اېنډ روډ سره تعلق لرونكو شراكتدارو د وباء په ضد ځانګړے كردار لوبولے٬ چين كښې د وباء د عروج په مهال مونږ ته د 70 نه د زياتو هېوادونو لخوا د قدر وړ مرسته ترلاسه شوې ۔ شي جن پنګ ووئيل مونږ ښه په دې پوهېږو چې يواځې په مشترکه مفادات اډانه مرستې څخه مونږ ښې نتيجې ترلاسه كولې شوو ٬ لس كلن تاريخ ثابت كړې چې د ??ېل?? اېنډ روډ مشترکه تعمير د تاريخ درست انتخاب دے او د زمانې د پرمختګ منطق ترمخه دے۔
بېلټ اېنډ روډ به مشترکه پرمختګ له وده وركوي۔ د چين صدر شي جن پنګ
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores