اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د کرون?? ريليف ټائيګر فورس رجسټرېشن لپاره د ځوانانو جذبه د ستائنې وړ ده ، ما باور لرلو چې ځوانان به په سخت وخت كښې د قامي جذبې بشپړه څرګندونه وكړي، ځوانان دې په صوبائي او ضلعي كچه زر فعاله كړې شي ، وزيراعظم د ټائيګر فورس د شمېرو نه د پرله پسې ځان د خبر ساتلو هم امر وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميديا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ځوانانو چارو خپل خاص مرستيال عثمان ډار سره ملاقات كښې كړې چا چې د ګل په ورځ دوي سره په وزيراعظم آفس كښې ليدل۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم سره د كرون?? ريليف ټائيګر پورس په آپرېشن معاملو مشاورت او??و۔ د ملاقات په مهال د ټائيګر فورس د لائيو آپ ډېټ پبلك كولو پرېكړه وشوه۔ په دې موقع عثمان ډار وزيراعظم ته د ټائيګر فورس تازه راپور وړاندې كړو چې پرې وزيراعظم د اطمينان څرګندونه وكره او د فورس په صوبائي كچه د فعاله كولو ئې امر وكړو۔ عثمان ډار ووئيل د وزيراعظم په امر د ټائيګر فورس پورټل کوويډ ۔ 19 سركاري وېب پاڼې سره لېك كړې شوې ، د ټائيګر فورس لائيو اپ ډېټ په http://crt.covid.gov.pk كتلې كېدې شي۔ عثمان ډار وزيراعظم ته خپلو خبرو كښې ووئيل په ټائيګر فورس كښئ د رجسټرډ ځوانانو شمېره 7 لکه 39 زره نه اوړېدلې چې پكښې زياتره شمېره د زده كوٶنكو او سوشل وركرانو ده۔ ده ووئيل انجينئرز، استاذان٬ وكيلان او كارپورېټ سېكټر سره تړون لرونكي هم فورس كښ?? شامل دي۔ عثمان ډار ووئيل وكيلانو٬ خبريالانو او د آرمډ فورس ريټائرډ كسانو هم په رجسټرېشن كښې برخه اخستې ده او دې سره سره ??اكټران، سياسي ورکرز او د اېن جي او?? ځوانان هم په لويه شمېره په فورس كښ?? شامل دي۔ ده وزيراعظم ته ووئيل په پنجاب كښې د رجسټرډ ځوانانو شمېره 4 لكه 94 زره نه زياته ده دغسې سندھ كښې يو لك يوولس زره ، خېبر پښتونخوا څخه يو لك 2 زره ??وانان، اسلام آباد نه لس زره ??وانان ، بلوچستان څخه انهه زره او ٓزاد کشمير څخه 8 زره ??وانان د فورس برخه جوړ ګرحېدلي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د کرون?? ريليف ټائيګر فورس كښې رجسټرېشن لپاره د ځوانانو جذبه د ستائنې وړ ده، ده ووئيل ما باور لرلو چې ځوانان به په سخت وخت كښې د قامي جذبې بشپړه څرګندونه وكړي۔ ده ووئيل ځوانان دې په صوبائي او ضلعي كچه زر فعاله كړې شي ، وزيراعظم ځان د ټائيګر فورس د شمېرو نه پرله پسې د خبر ساتلو هم امر وكړو
د وزيراعظم عمران خان عثمان ډار سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج