اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزي?? محسن نقوي د كلنې تبليغي اجتماع په لړ كښې د رائيونډ دوره وكړه او د تبليغي جماعت اكابرينو فاروق صاحب، ډاکټر ندیم اشرف، انوار غنی ،امتیاز غنی، عباد صاحب او نورو سره يۍ ملاقات وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزي?? محسن نقوي بهر هېوادونو څخه راغلې مېلمنو سره هم ملاقات وكړو او اسلام لپاره يۍ د هغوي د خذماتو ستائنه وك??ه۔ وفاقي وزير تبليغي اجتماع لپاره په غوره انتظاماتو فاروق صاحب او نورو اكابرينو ته مباركي ورك??ه۔ اكابرينو سره خبرو كښې ده ووئيل چې په تبليغي اجتماع كښې د لكھونو په شمېر كسانو له په مثالي انتظاماتو كولو ستاسو هڅې د ستائنې وړ دي۔ د اسلام تبليغ لپاره هڅې كوؤنكي به په دنيا او آخرت كښې كامياب وي۔ وفاقي وزير ووئيل زه هر كال اجتماع له باقاعدګۍ سره راځم٬ دلته راتللو سره ماته روحاني سكون ترلاسه كيږي٬ پاك پروردګار به د تبليغي اجتماع منتظمينو ته د نېك كار روان ساتلو اجر وركوي۔ په دې موقعه فاروق صاحب د اسلامي نړۍ يووالي ٬ د شر او باطل خاتمې او د ??ق سرلوړۍ له دعا وك??ه۔ د ملاقات په مهال د پاكستان سلامتيا ٬ سوكالۍ او امن لپاره هم خصوصي دعا وكړې شوه۔ فاروق صاحب او نورو اكابرينو تبليغي اجتماع ته په راتللو د وفاقي وزي?? محسن نقوي مننه وكړه۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د كلنې تبليغي اجتماعي دوره ٬ اكابرينو او بهر هيوادونو څخه راغلې ميلمنو سره ملاقات
RSG Electronic Credit Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی