اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف هدایت كړے دے چې په دھرنو كښې قانون لمينځه اوړونكو ٬ سركاري املاكو ته زيان رسوؤنكو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكار شهيد او ژوبل كوؤنكو ته دې سختې سزاګانې وركړې شي۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نهې په ??رځ د وزيراعظم په ??شرۍ كښی په اسلام آباد كښې په 24 نومبر شوې دھرنا كښې د فساداتو تحقيق له د تشكيل كړې شوي ټاسك فورس غونډه وشوه۔ په غونډه كښې داخله وزير سید محسن رضا نقوی، د اقتصادي چارو وزير احد چیمه، د قانون وزیر نذیر تارړ، د وزيراعظم سلاكار رنا ثناﺀ او نورو اعلی افسرانو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د بېلاروس د صدر د پاكستان دورې په ??هال د ګډوډ?? رامخې ته كوؤنكو په ??لازمينه بريد زمونږ لپاره د شرم وړ وګرځېد۔ وزيراعظم ووئيل په ??ېواد كښې د ګډوډ?? رامخې ته كوؤنكو په ضد د قانوني كارروايۍ پېشرفت دې هره اونۍ جاج واغستلے شي۔ ده هدايت وكړو چې په دھرنو كښې قانون لمينځه اوړونكو ٬ سركاري املاكو ته زيان رسوؤنكو او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكار شهيد او ژوبل كوؤنكو ته دې سختې سزاګانې وركړې شي۔ ده ووئيل په ??اكستان كښې به د عصري غ??ښت???? له مخې د فساداتو مخنيوي له د نړيوال معيار فورس تشکیل كړے شي او دې لپاره به ټول ضروري وسائل كارولې شي۔ وزیراعظم ووئيل چې د وارداتو ځاے څخه وسله او نور شواهد جمع كړې شوي دي كوم به چې فرانزک له لېږلې شي۔ ده ووئيل په دغه موقعه د موجود فساديانو د شناخت عمل هم تندۍ سره بشپړ كولے شي ٬ دغې څخه وروستو به ټول فساديان عدال??ون?? ته وړاندې كولې شي۔
په دھرنو كښې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكار شهيد او ژوبل كوؤنكو ته دې سختې سزاګانې وركړې شي: د وزيراعظم هدايت
China Resources Sports official entertainment link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا