اسلام آباد 15جولائي (اے پي پي) پاك افغان پولې سره نزدې جنوبي افغانستان كښې د افغان استخباراتي ايجنسۍ يو اهلکار د كور نه د درې اربه روپو ترلاسه كيدو او د يو افغان وګړي د روپو شمېرلو عكس په سوشل ميډيا وائرل شوے ٬ د دغې په ابتدائي رپورټونو كښې د دې خبري تصديق شوے چې په لوئې مقدار د پاکستانۍ کرنسۍ لرلو مقصد د پاکستان په ضد تخريبي کارروائيو كښې معاونت كول وؤ ٬ بل پلو امنيتي ذريعو وئيلي دي تندۍ سره په بدل شوي صورتحال پاکستان ژور نظر لري او د دې خبري پلټني كوي چې په دومره لوئې مقدار کرنسي د پاکستان په ضد څه رنګ استعماليدې شي۔ د اطلاعات له مخي 3 اربه پاکستاني کرنسي د افغانسان استخباراتي ايجنسۍ اين ډي اېس د يو كرنل د كور څخه ترلاسه شوې ، دا کمپاونډ د جنوبي افغانستان قندهار ښار كښې د هند قونصل خانې په خوا كښې دے۔ څو ورځي وړاندي هند د اړي ګړي په حالت كښې د سي 17 الوتكو څو پروازونو څخه د قونصل خانې عمله د قندهار څخه وېستلي وه۔پاکستان پولي ته نزدي افغان سيمي څخه په لوي مقدار د پاکستان کرنسي برآمد كيدو نه د پاکستان د هغه پخواني موقف هم عکاسي كيږي چې د هند قونصل خانه په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ کارروائيو له مالي مرسته كوي۔نومبر2020 كښې خارجه وزير شاہ محمود قريشي او د آئي اېس پي آر ډائريکټرجنرل ميجرجنرل بابر افتخار پريس کانفرنس كښې وئيلي وؤ چې د هند استخباراتي ايجنسۍ په معاونت سره د پاکستان په ضد د ترهه ګرۍ او اړي ګړي کارروائيو لپاره 66 تربيتي کيمپس چلوي۔قامي سلامتيا په اړه امنيتي ذريعو ’’اے پي پي ‘‘ ته ووئيل د پاکستان کرنسي د زمانې بدنامه استخباراتي ادارې را سره تعلق لرونكو ترهه ګرو تنظيمونو غوندې تحريك طالبان پاکستان، جمعيت الاحرار او حرکت الانصار غوندې تنظيمونو له فنډز وركولو لپاره استعماليده،د پاکستان کرنسي د كومې چې په ظاهره افغانستان كښې كوم مقصد نشته د نيم قام پرسته ډلو کارروائيو لپاره هم وركړې كيده ٬ دغسې چې هېواد كښې دننه قومي اتحاد او وحدت کمزورې كړے شي۔ترلاسه معلومات له مخي دا روپۍ ټي ټي پي او غيرملکي فنډنګ څخه كار كونكو ترهه ګرو هدفي وژنو ، د ديسي ساخته مائنونو ، موټري بمي چاؤدنو او هېواد كښې په فرقه وارانه بنيادونو ناقلاري خپرولو لپاره وركړې كيده۔
په افغان سيمه د پاکستان کرنسي برآمد شوې ، دا كرنسي د تخريبي کارروائيو لپاره د كارېدو اندېښنه ده
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز