اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا وئيلي دي پاکستان کشمیریانو لپاره د نړۍ په هر فورم غږ پ??رت?? كوي٬ دا يوه قامي مسئله ده٬ بايد مونږ ټول د كشميري اولس لپاره غږ پ??رت?? كوٶنكې شو۔ وياند دا خبرې د ګل په ورځ پي اېن سي اے كښې د حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې تر سېوري لاندې د كشمير په اړه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې ??وقع د اطلاعات او خپرونو پخوانۍ وفاقي وزيره ډاکټر فردوس عاشق اعوان او حریت مشرانو هم وېنا وكړه۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل مونږ ټول د كشميريانو لپاره غږ پ??رت?? كوٶنكي جوړ شو٬ د پاكستان حكومت د كشميري اولس سره ولاړ دے او تل به د دوي سياسي٬ سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔ د مقبوضه کشمیر تاريخ د ظلم او بربريت نه ډك پورت دے٬ د مقبوضه كشمير تاريخ د داسې بې شمېره پېښو نه ډك دے۔ وياند په ځوانانو زور رواړو چې ھغوي په سوشل ميډيا مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه رامخې ته كولو له خپل كردار تر سره كړي ۔ ده ووئيل د جولائي 8مې نيټه كال 2016 كښې د برهان واني د شهادت نه پس د ميډيا كردار د ستائنې جوګه دے،بايد ځوانان د کشمیر په اړه ولولي او قلم ته ګوتې كړي، ځوانان دې د كشمير په اړه ډرامه نګاری وكړي۔ ده ووئيل د اجتماعې قبرونو په اړه انټرنېشنل پیپلز ټربیونل راپور كښې وئيلي شوي په يو يو قبر كښې 5 څخه زيات مړي ښخ كړې شوي، د هندي قابضو عسكرو دې ظلم څخه په ډاګه كېږي چې دا تحریك د کشمیریانو خالص خپل تحریك دے، پاکستان به د کشمیریانو د آزادۍ تحریك له په ټوله نړۍ كښې په هر فورم غږ پ??رت?? كوي۔ ن??یس زکریا ووئيل هند د كشمير په اړه دا ډنډوره كوي چې د دې ??سئلې په شا پاکستان ولاړ دے، په مقبوضه کشمیر كښې ډله ايز قبرونو څخه د هند دغه دروغ په ډاګه شوي، هندي عسكر د کشمیریانو غږ كمزورې كولو له د ظلم انتها كوي، بايد مونږ ټول د کشمیر مسئلې حل له خپل كردار ترسره كړو۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل کشمیرے حریت لارښود او قام چې د كوم سخت وخت څخه تيرېږي مونږ د هغوي ثابت قدمۍ ته سلام كوو، ملګرو ملتونو کشمیریانو له حق خود ارادیت وركړے ، په ورکنګ باؤنډری د اشتعال څڅه مونږ مقبوضه کشمیر كښې د هندي ظلمونو اندازہ کولې شو
پاکستان کشمیریانو لپاره د نړۍ په هر فورم غږ پورته كوي٬ د خارجه دفتر وياند نفیس زکریا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ