مظفر آباد 28 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي مونږ د روغې جوړی سياست پیل كولو سره د نورو ګوندونو د مېنډېټ احترام كړی٬يو بل زغمل جمهوريت دے٬مونږ پھ ميثاق جمهوريت كلك ولاړ يو٬د”زه نه منم” پالېسي خپلوونكو مونږ سره هېڅ علاج نشته٬د پرمختائب پروژو لپاره چې څومره روپې خرڅ كوو تاريخ كښې مثال نه لري۔آزاد كشمير كښې د برېښنا منصوبو لګولو پراخا موقعې شته٬د آزاد كشمير وګړي هم د توان په اړه سرمايه كاري كولې شي٬د سي پیك ترمخه په ټول هېواد كښې د سړكونو او موټروېز جال خپرولې شي٬د آزاد كشمير اولس به هم د سي پیك منصوبو څخه استفاده وكړي۔ده د زيارت په ورځ د آزاد كشمير كونسل بجټ غونډې ته خطاب كولو۔په دې مهال د آزاد كشمير سردار مسعود خان٬د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر٬د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار٬د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان او د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل كه اولس ته دا معلومه شي چې حكومت دوي لپاره په زړه پورې هڅې كوي نو دوي به مطمئن شي او په خپل حكومت به باور ولري۔ده ووئيل مونږ د زړه نه د اولس خذمت كړی٬د آزاد كشمير اولس مسلم ليګ(ن)ته ځانګړی مېنډېټ وركړی۔وزيراعظم ووئيل حكومت بايد د اولس د ه??لو ترمخه كار وكړي او د حكومت د كارونو بايد اولس ته ښې ميوې ورسيي۔ده ووئيل مونږ د اولس د هرې طبقې يو ډول خذمت كوو۔وزيراعظم ووئيل مونږ هېواد كښې د روغې جوړی سياست پیل كړی٬د ميثاق جمهوريت لاس ليك كولو سره د جمهوريت نوې دور پیل شوې ؤه٬مونږ په چارټر آف ډيموكرېسي بشپړ عمل كوو ولې كه كوم يو كس”زه نه منم”په پالېسۍ عمل كوي نو مونږ ئې علاج نه لرو۔ده ووئيل زمونږ د روغې جوړی د سياست مثال به بلوچستان٬آزاد كشمير٬خېبرپښتونخوا او د ګلګت بلتستان پشمول هر ځاې په نظر راځي۔ده ووئيل د لوے څښتن شكر دے زمونږ حكومت د پرمختګ په تږ لاره عمل كوي۔آزاد كشمير د برېښنا منصوبې لګولو پراخا موقعې لري بايد ګټه ترې پورته كړی شي۔ده ووئيل مونږ هېواد كښې د برېښنا په كمبي قابو موندلو له كارخانې لګوو۔د آزاد كشمير وګړي هم د توان په اړه سرمايه كاري كولې شي۔وزيراعظم ووئيل سي پیك د ځانګړی پرمختګ منصوبه ده او د دې ترمخه پھ څو منصوبو كار روان دے۔د دې ترمخه په هېواد كښې د سړكونو او موټرويز جال خپرولې شي۔ده ووئيل څومره روپې چې دا مهال په بېلو منصوبو او د هېواد پرمختګ لپاره مصرف كولې شي هغه په تاريخ كښې مثال نه لري۔ده ووئيل آزاد كشمير به هم د سي پیك منصوبو څخه استفاده وكړي
مونږ د روغې جوړی سياست پیل كولو سره د نورو ګوندونو د مېنډېټ احترام كړی
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات