اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ضرب عضب عملياتو سره د اومن وضعه ښه شوې ده ٬ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ګڼې موقعې شته بايد نور هېوادونه ترې ګټه پورته كړي۔ اولس مشر دا خبرې هالېنډ كښې د پاكستان نومولې شوې سفيرې عفت عمران ګردېزي سره ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال كړې۔اولسمشر عفت عمران ګردېزي ته هالېنډ كښې په سفيره جوړېدو مباركي وركړه۔ده هيله ولرله چې د ھغې په دور كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔اولس مشر ووئيل د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې هالېنډ سره د پاكستان اړيكې ډېر اهميت لري۔ده ووئيل د نورو ذمه واريو سره سره د سفيرې دا ذمه واري هم ده چې د هالېنډ سرمايه كارو پام پاكستان كښې سرمايه كارۍ پلو راوګرځوي۔ده ووئيل هالېنډ كښې دې د پاكستان د اقتصادي اصلاحاتو رامخې ته ك??لو او د پاكستان كاروبار دوست هېواد پ?? توګه معرفي كړې شي۔اولس مشر ووئيل پاکستان كښې د هالېنډ يو شمېر كمپنۍ كار كوي بايد مونږ هڅه وكړو چې نورې كمپنۍ پاكستان كښې سرمايه كاري وكړې۔اولس مشر زياته كړه چې پاکستان له د هالېنډ د كركيلې او صنعتونو په اړه ك??پنيو څخه ګټه پورته ك??ل پكار دي او د توان٬ اوبو انتظام٬ كركيلې او د انفراسټركچر پرمختګ په اړه هم د اصلاحاتو نه ګټه پورته ك??ل پكار ده۔اولس مشر ووئيل بايد پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودې له شريكو روابطو ته وده وركړې شي او د تعليم او كلتور په څانګو كښې هم مرسته زياتولو ته اړتيا ده ۔ نومولې سفیرې هالېنډ كښې د پاكستاني ټولنې خېرښګړې له د جوړو كړې شويو منصوبو پحلقه اولس مشر خبر كړو
پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ګڼې موقعې شته بايد نور هېوادونه ترې ګټه پورته كړي
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا