اسلام آباد16جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر عبدالطيف آ??ريدي د وژنې غندنه كولو سره وئېلي دي د لاله عبدالطيف آ??ريدي په وژلو ډېره خفه شوے يم٬هغه ټول عمر د آئين سرلوړۍ٬جمهوريت٬د قانون حكمرانۍ او د بشري حقونو لپاره هلې ځلې كړي۔د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښ?? وزيراعظم شهباز شريف په خېبرپښتونخوا كښ?? د امن او امان خراب صورتحال تشويشناك ګرځولو سره د خېبرپښتونخوا په حكومت زور راوړو چې ترهه ګرو له د قانون له مخې سخته سزا وركړي۔وزيراعظم د عبدالطيف آ??ريدي خذمات ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغه يو اعلٰی قانون دان او بهادر سياسي لارښود ؤ ٬د مادر ملت محترمه فاطمه جناح په ملاتړ هغه د پ??هنتون څخه ويستلے شوے ؤ ۔وزيراعظم په دې امر د افسوس څرګندونه وكړه چې نن د آئين٬جمهوريت او قانون حكمرانۍ يو قوي غږ خاموش كړے شو۔وزيراعظم ووئيل د لاله عبدالطيف آ??ريدي سياسي٬قانوني او جمهوري هلې ځلې به روانې ساتلې شي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښ?? ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دغسې وزيراعظم په خپل ټوېټ كښ?? هم د عبدالطيف آ??ريدي لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا كړې
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سپريم كورټ بار اېسوسي اېشن پخواني صدر عبدالطيف آفريدي د وژنې سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste