اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي)حكومت د سود په اړه د وفاقي شرعي عدالت په پريكړه كمېټي جوړه كړی٬د سټېټ بانك ګورنر جميل احمد به د كمېټۍ مشر وي۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د كمېټۍ په غړو كښې د خزانې سېكرټري٬د اېس اي سي پي چيئرمېن او د بينكس اېسوسي اېشن چيئرمېن شامل دي۔مفتي تقي عثماني٬مفتي ارشاد احمد٬منصور الرحمان او اشفاق توله به هم د كمېټۍ برخه وي۔په دې لړ كښې د خزانې وزارت نوټيفيكېشن جاري كړے ۔د نوټيفيكېشن له مخې كمېټي به د وفاقي شرعي عدالت د پريكړې په اړه د اسټيك هولډرز د استعداد جاج اخلي۔كمېټي به د شرعي عدالت په پريكړه عملدرآمد او په دې كښې رامخې ته كېدونكي خنډان لرې كولې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے