اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نهې په ورځ د سركاري ??ور?? په مهال په ته??ان كښې د ا????ان صدر آيت الله ابراهيم رئيسي سره ليدلې دي او د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا يې صدر رئيسي ته مباركي وركړې او هغه ته يې د خپل سهولت له مخې يو ځل بيا د پاكستان ??ور?? كولو بلنه وركړې ۔خارجه وزير په دې موقع دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو لپاره د پاكستان د خواهش څرګندونه وكړه٬خارجه وزير د ا????ان په زندانونو كښې د پاكستانو بنديوانو د خوشې كولو /منتقلۍ معامله هم پورته كړه۔د ا????ان صدر د خارجه وزير هركلے وكړو او وې وئېل دواړه هېوادونه تاريخي روابط او د ورورولۍ قوي اړيكې لا قوي كول غواړي۔ده ووئيل اي??ان پاكستان سره خپلو اقتصادي او تجارتي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي چې پكښې د پرمختګ كافي امكانات موجود دي۔د دې څخه وړاندې خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ا????ان خارجه وزير سره خبرې وكړی او د دې نه پس د پلاويو په كچه خبرې شوي ۔د ي??ان خارجه وزير د بلاول بهټو زرداري مېلمستياﺀ هم وكړه ا دواړو خارجه وزيرانو شريك خبري كن??رنس ته وېنا ??م وكړه۔د خبرو په مهال دواړو ډلو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست۔دواړو ډلو د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال هم خبرې وكړې په خاص توګه په افغانستان او مقبوضه جمو كشمير كښې پېشرفت ته پام وكړے شو۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د كشميري مسلمانانو منصفانه مقصد لپاره د ا??راني مشرانو د ثابت قدم ملاتړ ستائنه وكړه۔د خارجه وزير لخوا د ا????ان دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د لوړې كچې د تبادلو برخه ده۔د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه وروستې ملاقات د مئي په 26مه نېټه په ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع شوے و۔
خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ايران صدر آيت الله ابراهيم رئيسي سره وليدل٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف لخوا يې صدر رئيسي ته مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ