اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د تركيې نائب خارجه وزير سفير سدات اونال د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ليدلې دي۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير د تركيې هم څنګ او قيادت لپاره د مباركۍ پېغامات وركړي او تركيې سره په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو له ئې د عزم پخلے كړے۔ده ووئيل د اعلی پاې ستراتېژېكي كوآپرېشن كونسل راروانې 7مې غونډې سره به د پاكستان او تركيې ترمينځه ستراتېژېكي شراكتدارۍ ته وده ترلاسه شي۔خارجه وزير د كشمير په مسئله د تركيې پرله پسې مرستې ستائېلو سره ووئيل كشميريان د تركيې قيادت ته د قدر په سترګه ګوري۔شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان په صورتحال د پاكستان او تركيې نقطه كښې مماثلت د دواړو هېوادونو ترمينځه نزدې رابطه د ستائنې وړ ده۔افغانستان ته د پېښو معاشي او انساني بحران مخ نيوي لپاره شريكې ذمه وارۍ ترمخه د نړيوالې ورورولۍ مستقل معاونت ته اړتيا ده۔خارجه وزير په 19 دسمبر په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه كښې په ګډون كولو د تركيې خپل هم څنګ مننه وكړه۔دغسې د تركيې نائب خارجه وزير سيدت اونال په كوربتوب كولو د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د تركيه نائب خارجه وزير سدات اونال وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت