اسلام آباد 02اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د نهې په ورځ د چين سفارتخانې دوره وكړه او د چين سفير جيانګ ??ائيډونګ ??ره ئې ملاقات وكړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د شانګله بشام په ځاے د ترهه ګ??و په بريد كښې د چين انجينئرز په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه ۔ده ووئيل په حق رسېدلې چينائي انجينئرز كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو٬د پاكستان پارليم??ن كښې موجودو ټولو سياسي ګوندونو په چينائي انجينئرز د بريد په سختو ټكو غندنه كړې٬چين د پاكستان د باور وړ دوست او د ه?? سخت وخت ملګرے دے۔ده ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس د ترهه ګرۍ په دې پېښه كښې په حق رسېدلو چينائي انجينئرز كورنۍ سره په بشپړه توګه د يووالي څرګندونه كوي۔د پاكستان پارليمان٬اولس او امنيتي ځواكونه د پاك –چين ملګرتيا ته د زيان رسولو هر سازش ناكامه جوړولو عزم لري۔ ده ووئېل د پاكستان په پارليم??ن كښې موجود ټول سياسي ګوندونه د چينائي انجينئرز په مړينه خفه دي٬د پاكستان ټول سياسي ګوندونه د چين پارليمان٬حكومت او اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي٬د چين په انجينئرز بريد د برداشت وړ نه دے٬د چين په انجينئرز بريد كوونكي عناصر به انصاف سره مخ كولې شي٬ ده ووئېل په دې سخت وخت كښې په حق رسېدلو د چينائي انجينئرز غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔دغسې قامي اسمبلۍ سپيكر د چين په سفارتخانه كښې اېښودلې شوي د مېلمنو په كتاب كښې په حق رسېدلو د چينائي انجينئرز كورنۍ لپاره د غمرازۍ تاثرات هم قلم بن?? كړل۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د چين سفارتخانې دوره٬د چين سفير سره ملاقات
Candy Monster Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر