APP10-230724
ISLAMABAD: July 23 Deputy Prime Minister and Foreign Minister Senator Mohammad Ishaq Dar holds talks with Deputy Chairman of the Cabinet of Ministers and Minister for Foreign Affairs of Turkmenistan Rashid Meredov at Ministry of Foreign Affairs. APP/MAF/TZD
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټ?? اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان او تركمانستان د اعلٰی كچ خبرو اترو او تبادلو ته په وده ور??ولو اتفاق كړے٬د تركمانستان قامي لارښود قربان ګلي بردي محمودف د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو٬د هغه متوقع د پاكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو ته لا تقويت ور??ړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په خارجه دفتر كښې د تركمانستان خارجه وزير راشد ميردووف سره شريك پرېس كنفرنس ته د وينا كولو په مهال وكړه ۔نائب وزيراعظم ووئېل د پاكستان او تركمانستان اړيكې د امن او خوشحالۍ په شريك نصب العين اډانه دي۔د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره قوي اړيكې لري۔سېنېټ?? اسحاق ډار ووئيل په ملاقات كښې مونږ د دوه اړخيزه تګلارې سره د سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم احاطه وكړه ۔د تركمانستان خارجه وزير د پاكستان دوره دوه اړخيزه تبادلو او د مرستې د ودې عزم عكاسي ده۔خوشحاله يو چې د پاكستان او تركمانستان اړيكې په مثبت لوري روانې دي۔ده ووئيل د پاكستان او تركمانستان ترمينځه دوه اړخيزه تاريخي او د ور??رولۍ اړيكې قائمې دي۔د شريك مشاورت درېم دور كښې مونږ په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او مونږ د اعلٰی كچ خبرو اترو او تبادلو په وده ور??ولو هم اتفاق وكړو ۔نائب وزيراعظم ووئيل مونږ په سياست٬معيشت٬دفاع پشمول نورو څانګو كښې مرستې ته لا پراختيا ور??ولو ته سلاح شوي يو۔د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او آئي ټي په ترجيحي څانګو كښې په روابطو زياتولو هم غور وشو ۔ده ووئيل د تركمانستان خارجه وزير په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره د اېس آئي اېف سي مهم كردار نه خبر كړے شو۔مونږ د تركمانستان كمپنو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه ور??وو۔د پاكستان بندر ځايونه د دواړو هېوادونو كاروباري ور??رولۍ لپاره په زړه پورې موقعې ور??وي۔د تركمانستان كمپنۍ دې د ګوادر او كراچۍ بندرځايونو څخه ګټه پورته كړي۔نائب وزيراعظم ووئيل تاپي ګيس پائپ لائن او اليكټرسټي ټرانسمېشن په پروژو هم خبرې اترې وشوې او د دې جاح واغستلے شو۔ده ووئيل پاكستان او تركمانستان به د آزادې ويزې پالېسۍ لپاره په ګډه كار كوي۔دغسې مونږ دوه اړخيزه پارليماني روابط او كلتوري تبادلو ته په وده ور??ولو هم اتفاق كړے۔تعليمي وظائف او د اولس په كچه د روابط د ودې هم پريكړه وكړې شوه ۔سېنېټ?? اسحاق ډار ووئيل مونږ ملګرو ملتونو او د او آئي سي پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز د مرستې ودې لپاره عزم لرو۔ده ووئيل د تركمانستان خارجه وزير د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير صورتحال نه هم خبر كړے شو ۔په دې موقع د تركمانستان خارجه وزير راشد ميردووف ووئيل پاكستان زمونږ نزدې ملګرے او ور??ر هېواد دے٬په مېلمستياﺀ د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار او د پاكستان حكومت مننه كوم۔ده ووئيل پاكستاني هم څنګ سره په بېلا بېلو چارو تفصيلي خبرې اترې وشوې ۔مونږ د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اخستے۔د تركمانستان خارجه وزير ووئيل پاكستان سره ?? سائنس اينډ ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د مرستې په موقعو هم خبرې اترې وشوې او مونږ د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې د پېشرفت هم جاج واغست۔