اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په سيمه كښې د زيات شوې اسرائيلي مهم جويۍ او تاؤ ترېښژالي كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه ك??لو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د امن بحالۍ او شخړو خپريدو مخنيوي لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د حکومت د اړخه رابللې شوي آل پارټيز کنفرنس ته وينا كښې وكړه كوم چې په فلسطين كښې د اسرائيلي بربريت د يو كال په پوره كيدو رابللې شوې ؤ۔ده ووئيل د تير يو كال په مهال د اسرائيل قابض عسكرو انفراسټرکچر تباه ک??لو نه علاوه 41800 فلسطينيان شهيدان كړي۔په غونډه كښې وزير اعظم شهباز ??ريف، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني، وفاقي کابيني غړو ،د م??لم ليګ (ن) صدر محمد نواز ??ريف، د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، د جے يو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن او د نورو سياسي ګوندونو لارښودو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل اسرائيل لبنان، شام او يمن په نښه ك??لو لپاره خپل بريدونه زيات??لو سره سره سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې نړيواله ورورولي په غزه كښې د فلسطيني آبادۍ په ضد د روانې اسرائيلي نسل کشۍ مخنيوي كښې ناکامه شوې۔ صدر آصف علي زردا??ي ووئيل نړيوالې ورورولۍ له ضروري ده چې تاؤ ترېخوالي كم??لو او نور ځاني ز??ان او شخړي د سيمي نورو برخو كښې خپريدو څخه مخنيوي لپاره په سمدستي توګه كاروائي وكړي۔ده د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل هم زور راوړو چې فلسطين او لبنان كښې امن و سلامتيا لپاره خپله ذمه واري پوره كړي او د 1967 څخه د وړاندې پ??لو په بنياد يو آزاد فلسطيني رياست جوړ??لو له چې پلازمينه به يۍ القدس وي د پاكستان د دريځ پخلے وكړو صدر مملکت ووئيل د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې حل ک??لو نه غير مينځني ختيز كښې امن نه شي راتللې۔فلسطين څخه د اسرائيلي عسكرو د بشپړه انخلاء غوښتنه ك??لو سره ده د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې مينځني ختيز كښې امن بحالۍ لپاره اسرائيل د نړيوال قوانين خلاف ورزۍ څخه منع كړي۔ صدر مملکت د مقبوضه بيت المقدس پشمول مقبوضه عرب سيمو څخه د اسرائيلي عسكرو بشپړه انخلاء او د فلسطينيانو د نه منسوخ كېدونكې د خپلواكۍ حق بحال??لو له د پاكستان موقف تكرار كړ
د فلسطين مسئله د سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې له حل کولو پرته مينځني ختيز كښې امن راتللے نه شي:د صدر مملکت آصف علي زرداري آل پارټيز کنفرنس ته وينا
MG online honest betting entrance
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ