سیالکوټ۔5 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د پي ټي آئ?? لارښودو اقتدار څخه په محرومتيا كښې پاكستان سره وفاداري هم شاته پريښودلې ده٬ د پی ټی آئی او عمران خان کمټمنټ پاکستان سره نه ٬ يوازې اقتدار سره دے ٬ پي ټي آئ?? په كال 2014 ?? ك??ې هم د چينائي صدر د راتللو په مهال دھرنا كړې وه او اوس يو وارې بيا 10 كاله پس هم دغه سازش جوړولو سره د شنګھائي مرستې تنظيم غونډې سبوتاژ كولو له دا هر څه كولې شي٬ وسله والې ډلې راوستلې شي په كومو كښې چې د سوؤنو په شمېر افغان وګړي موجود دي ٬ په كومو كښې چې ځ??نې نيولې شوي هم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ سيالكوټ كېنټ كښې په خپله استوګنه يو خبري كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔ ده وو??يل د پي ټي آئ?? په احتجاج كښې د سوؤنو په شمېر افغان وګړي هم راروان دي د كومو شناخت چې به وروستو كولې شي۔ ده وو??يل پي ټي آئ?? يو مسلح ګوند دے د كوم مشري چې د صوبې وزيراعلی امين ګڼداپور كوي۔ ده وو??يل افسوس په دې خبره دې چې پي ټي آئ?? يو اړخ ته طالبان مسلح كولو سره په پلازمينه بريد كوي او بل اړخ ته هندي خارجه وزير جے شنكر ته په ډي چوك كښې په احتجاج كښې د خطاب كولو بلنه وركوي او دا د دې ګوند هېواد سره د دښمنۍ ښكاره ثبوت دے۔ پي ټي آئ?? څخه بايد پوښتنه وكړې شي چې داسې بيان يۍ ولې وركړو۔ ده وو??يل دې ګوند په كال 2014ﺀ كښې هم دا ډول يو بريد كړے ؤ او 126 ورځې دھرنا يۍ كړې وه چې ورسره د چين د صدر دوره تر يو كال مؤخر شوه۔ ده وو??يل او يو وارې بيا 10 كاله پس يۍ د اېس سی او غونډې سبوتاژ كولو له احتجاج كوي۔ ده وو??يل اقتدار څخه محرومېدو سره د دوئي پاكستان سره وفاداري هم ختمه شوه۔ ده زياته كړه چې كه دا خبره ده نو بيا دې نرېندر مودي ته هم په خپله دھرنا كښې د ګډون بلنه وركړي۔ ده وو??يل په وزيرستان كښې د لېفټېننټ کرنل پشمول ځوان شهيدان شول خو پي ټي آئ?? كله هم دغې شهيدانو ته د عقيدت پېرزو??نې وړاندې نه كړې۔ دغسې تر نن ورځې دوئي د فلسطين په مسئله غږ پورته نه كړو٬ د غزه د مسلمانانو په حق كښې ماته ددوئي يو بيان وښايۍ۔ ده وو??يل د علی امین ګنډاپور په شمول د پي ټي آئ?? د كوم هم لارښود لخوا كله هم زمونږ د شهيدانو په حق كښې كوم بيان نه دے راغلے۔ ده وو??يل د پي ټي آئ?? د پرېشانۍ لوے سبب د هېواد معيشت ښه كېدل دي٬ د هېواد معاشي اشاريې مخ په ښه كېدو دي۔ ددفاع وفاقي وزير وو??يل د پاكستان وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم د كشمير او فلسطين مسئه په غوره ډول وړاندې كړه٬ د وزيراعظم كاميابې دورې سره پي ټي آئ?? ته پرېشاني شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل پي ټي آئ?? چې څه كوي د هغې به حساب وركول وي ٬ دا د يهودي لابي په ايجنډا كار كوي ٬ ده ته صادق او امين ووئيلے شو٬ تاسو ووايۍ دا لقب د چا دے؟ عمران خان خپل اوخي سېهونی یهودی ته صادق او امين ووئيلو كوم چې زمونږ د آقا (ص) لقب دے۔ د پاك پروردګار پناه! د چا چا سره نسبت ك??لے شي۔ د چا په ضد چې كېسونه دي هغه څخه به حساب اخلؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل پي ټي آئ?? لاشونه غواړي خو مونږ كله هم دا نه غواړؤ۔ له دې كبله زمونږ پوليس مسلح نه دي۔ ده وو??يل عدلیې كه په 10 كاله كښې د قانون تحفظ كړې وې نو نن به مو دا ورځ نه ليدله۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل پاكستان يو اتومي قوت دے ٬ اسرا??يل پاكستان سره ښكر وهلې نه شي ٬ اسرا??يل د پي ټي آئ?? د مؤسس د لارې په مونږ بريد كوي۔ د اسرا??يل ايجنډا پي ټي آئ?? ترسره كوي۔ ده وو??يل پي ټي آئ?? چې څه غواړي هغه دې وكړي ٬ په اسلام آباد كښې به د دوئي بريد كاميابېدو ته پرېښودلې نه شي
د پي ټي آئي لارښودو اقتدار څخه محرومتيا كښې پاكستان سره وفاداري هم شاته پريښوده: خواجه آصف
PT online honest betting platform
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ