اسلام آباد۔8نومبر(اے پی پی) د اېسوسی اېټډ پریس آف پاکستان او یونیورسټی آف سرګودھا ترمينځه د کمیونیکېشن اېنډ میډیا اسټډیز څانګې زده كوؤنكو لپاره د انټرن شپ موقعو برابرولو ، نیوز رائټنګ، رپورټنګ او د صحافت په بېلو اړخونو كښې تربيې ور??ول?? له د تفاهم يادښت لاس ليك كړے شو۔ اېم او یو د اے پی پی منېجنګ ډائرېکټر اېم عاصم کھچی او د سرګودھا پوهنتون وائس چانسلر ملک قېصر عباس په رسمي توګه شوې يوه غونډه كښې لاس ليك كړو۔ په دې موقع پرو وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر میاں غلام یاسین، د کمیونیکېشن اېنډ میډیا سټډیز څا??كې چیئرپرسن ډاکټر مدثر حسېن شاہ او ګڼ شمېر زده كوؤنكي موجود وو۔ د لوظنامې له مخې سرکاری خبر رسنه اداره (اے پی پی) به د کمیونيکېشن اېنډ میډیا اسټډیز څا??كې زده كوؤنكو ته موقعې او د رپورټنګ تربيه وركوي۔ اے پی پی به یو ایس ټي وي او وي او وي ایف ایم 98.2 سره ??یوز پروګرامونو له مرسته كوي او خپل نيوز كرېډ ته به خصوصي رسنه به وركوي۔ دې سره سره دواړه به په ګډه تربيتي وركشاپس او د مېډيا اړوندو فعاليتونو اهتمام كوي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د اے پي پي اېم ډي اېم عاصم كھچي ووئيل اېم او یو سره به د تعليمي علم او میډیا پرېکټسز ترمينځه فرق ختم كړے شي۔ دا به د ميډيا زده كوؤنكو ته په صحافت كښې پوهه ترلاسه ??ول?? له د ضروري مهارتونو خپلولو موقعه وركړي چې ورسره به دوئي د مسابقتي ميډيا په منظرنامه كښې بر لاسے ترلاسه كړي۔ ده زياته كړه چې دا ډول همكاري يو غوره او پېشه وره تربيه شوي افرادي قوت رامخې ته ??ول?? له ضروري ده كوم چې په ټولنه كښې په زړه پوررې كردار ترسره ??ولې شي۔ عاصم کھچی په ميډيا فيلډ كښې په رامخې ته كېدونكو بدلونونو هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل “ډیجیټل میډیا زمونږ استعمال او د خبرونو د جوړولو تګلارې ته نوے شكل وركوي چې ورسره د نن خبريالانو لپاره ??وقعې او چېلنجونه دواړه رامخې ته كيږي۔ د اے پي پي اېم ډي ووئيل روایتی څخه ډیجیټل میډیا پلو منتقل كېدو لپاره ??طابقت ، تکنیکی پوهه او د كتونكو په زياتېدنكي طلب ځان پوهولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل اېم او يو به زده كوؤنكي په دې فعاله منظرنامه كښې داسې تربيه كړي چې په سباؤن كښې به د میډیا پروفیشنلز جوړېدو جوګه شي۔ په دې موقع وائس چانسلر پروفېسر قېصر عباس د اے پي پي او د میډیا څانګې ترمينځه د تربيتي لوظنامې هركلے وكړو۔ ده ووئيل دا ډول لوظنامې به يو بل سره د تجربو سر??ول?? له مهم كردار ترسره ??ړي۔ ده وئيل اے پي پي نه يوازې د هېواد دننه بلكې په ګرده نړۍ كښې مثبت كردار ترسره ??وي۔ ده د پوهنتون زده كوؤنكو ته د زده كړې موقعو په ور??ول?? د اېم ډي اے پي عاصم كچھي مننه وكړه۔ په دې موقع د اے پي پي اسټېشن انچارج مخدوم شاہ لطیف، د اے پی پی اېمپلائز یونین اسلام آباد صدر خضر زمان ملک، د اېم ډي سېکرټری ملک سلیم اعوان، د اے پی پی اېمپلائز یونین عمومي سېکرټری ملک ندیم حسېن ، د اے پی پی پېنل خبريال اطهر ندیم، رانا محمد وقاص او تنویر احمد قرېشی هم موجود وو۔
د سرګودھا يونيورسټۍ او د قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي ترمينځه د زده كوؤنكو د تربيې لوظنامه لاس ليك شوه
GW lottery integrity entertainment link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے