اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د سينئر پارليمنټېرينز غونډه رابللې ده. غونډه به د ګل په ورځ د مارچ په 22مه نېټه ماسپښين درې نيمې بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي. د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې غونډه به د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام په كنوينئرشپ كښې كېږي. د كونسل سينئر غړي به د مارچ په 6مه نېټه د پارلمان په وړاندې د قامي اسمبلۍ غړو سره د بدسلوكې په شوې پېښه غور كوي. په دې لړ كښې د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د كونسل د حكومتي او مخالفې ډلې سره تعلق لرونكو غړو ته مراسله لېږلې شوې. د دې كونسل جوړېدو نه پس به دا د كونسل وړومبې غونډه وي. دا كونسل د مارچ په 10مه نېټه كال 2021م كښې جوړ شوے. كونسل به د 9 نكاتو د ټي او آرز له مخې خپله وظيفه ترسره كوي. د ټي او آرز له مخې كونسل به د پارلماني رواياتو ته د ودې وركولو ذمه وار وي. په كونسل كښې په قامي اسمبلۍ كښې موجود د ټولو ګوندونو سينئر غړو ته نمائندګي وركړې شوې چې پكښې د پي ټي آئي څخه سيد فخر امام، شفقت محمود، پروېز خټك، د جي ډي اے څخه ډاكټر فهميدا مرزا، د متحده قومي موومنټ پاكستان څخه ډاكټر خالد مقبول صديقي، د بلوچستان عوامي پارټۍ څخه خالد حسېن مګسي، د پاكستان مسلم ليګ څخه طارق بشير چيمه، د مسلم ليګ ﴿ن﴾ څخه رانا تنوير حسېن، سردار اياز صادق، چوهدري محمود بشير ورك، د پاكستان پيپلز پارټۍ څخه راجه پروېز اشرف، افتاب شعبان ميراني، د مجلس عمل څخه شاهده اختر علي او د بلوچستان نېشنل پارټۍ څخه محمد اختر مېنګل د كونسل برخه دي. د قامي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن به د كونسل د سېكرټري او د قامي اسمبلۍ د قانون سازې څانګه به د كونسل د سېكرټرېټ په توګه كار كوي
د قامي اسمبلۍ سپيكر د سينئر پارليمنټېرينز د كونسل غونډه راوبلله
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado